IQNA

د غزې نسل وژنه د درست بشریّت د ګډ شرم لامل  ده

9:20 - October 12, 2024
د خبر لمبر: 3489984
ایکنا - دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یولړ څرګندونو کې  ووئيل،هغه نسل وژنه  چې یو کال کیږي، په غزې کې دوام لري، ددرست بشریّت د ګډ شرم یوه تومنه ده او باید انسانیّت وژغورل شي.

ایکنانیوز د آناتولي  له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په تیران کې د آلبانیه  له لومړي وزیر آدي راما سره په ګډ خبری  کنفرانس کې ټينګار وکړ، هغه نسل وژنه چې یو کال کیږي، په غزې کې روانه ده ،ددرست انسانیّت لپاره ګډشرم  دی او باید نړیواله ټولنه په دې اړه خپل  مسئولیّت  و پيژندي.

رجب طیب اردوغان ووئيل، مونږ دنړیوالې ټولنې په توګه باید د دایمي اور بند دتضمین ،د انسان دوستۍ مرستو دلیږد او پر اسرائيلو د دباؤ د زیاتولو لپاره لپاره خپله ټوله هڅه  وکاروو.

اردوغان ووئیل، هماغه شان چې  پوهیږو،تیر کال مونږ له آلبانیه سره  دخپلو ډيپلومآټيکو اړیکو د ټينګیدا سل کلنه کلیزه  ولمانځله، له آلبانیه سره د مونږ دوستانه اړیکې  چې  د کلتوری نزدیکت او تاریخي اړیکو په وسیله پیاوړي شوي دي، په حقیقت کې  له یوې پيړۍ  ورآخوا دي.

د ترکیې ولسمشر  ددواړو هیوادونو ترمنیځ د تفاهم نامې د لاسلیک کیدا په باب ووئيل؛مونږ   په همدا وروستیو کې له آلبانیه سره  په کرهڼيزو، لوړو زده کړو  او عمومی اړیکو او ارتباطاتو زمینو کې  هم درې تړونونه لاسلیک کړي دي  او همداراز د پانګونو او تجارت په زمینې کې نوره ګامونه هم پورته کوو چې  دخپل ولس هوساینه ورسره زیاته شي،په دې زمینې کې ګډې هڅې دوام  لري څ و د خپل تجارت اندازه  دوه میلیارډ ډ الرو ته ورسوو.

https://iqna.ir/fa/news/4241702/  

captcha